کورنیو چارو وزارت:

په تېره یوه اوونۍ کې ۵۴۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي

30 سرطان 1397 ساعت 12:38

د کورنیو چارو وازرت وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون عملیاتو کې کابو ۸۰۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کورنیو چارو وازرت وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون عملیاتو کې کابو ۸۰۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د چنګاښ ۳۰ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په تېره یوه اوونۍ کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې یوه اوونۍ کې د ګډو عملیاتو پر مهال ۵۴۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیات، په پروان، ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، نیمروز، فراه، فاریاب، بلخ، جوزجان او قندوز ولایتونو کې تر سره شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، په دې عملیاتو کې ۵۱ وسله وال نیول شوي هم دي او دغه راز د هغوی لسګونه میله سپکې او درنې وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106523

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com