پاکستاني رسنیو د دغه هېواد امنیتي ادارو له قوله ویلي، چې امنیتي ځواکونو د داعش یو مهم قوماندان او دوه ملګري یې د عملیاتو پر مهال وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان امنیتي ادارو ویلي، مفتي هدایت الله هغه داعشي قوماندان و، چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې په شوي خونړي ځانمرګي برید کې یې لاس درلود.
یادو ادارو ویلي، مفتي هدایت الله په مستونګ کې پر یوه انتخاباتي غونده د ځانمرګي برید چې په کې ۱۵۱ تنه و وژل شول او همدومره نور په کې ټپیان شوي، پلان او تنظیموونکی وو.
دغه ادازو زیاته کړې، چې له دې برید وروسته امنیتي ځواکونو د بلوچستان په قلات سیمه کې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې د داعش دغه مهم قوماندان مفتي هدایت الله له خپلو دوه ملګرو سره و وژل شو.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د بلوچستان د پولیسو مشر محسن حسن ویلي و، پولیسو د مستونګ د ځانمرګي بریدګر او مرسته کوونکي پېژندلي چې د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د هغه په وینا د مستونګ ځانمرګی بریدګر حافظ نواز نومېده چې له آره د پښتونخوا د ایبټ اباد سیمې اوسېدونکی و، خو په دې وروستیو کې په سند صوبه کې اوسېده.
جمهورخبري آژانس:کابل