۰

یو پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه دوحې ته ځي

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
ټاکل شوې د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماوو شورا یو ګډ پلاوی له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه دوحې ته ولاړ شي.
یو پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه دوحې ته ځي
ټاکل شوې د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماوو شورا یو ګډ پلاوی له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه دوحې ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو شوراګانو استازو نن شنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې دغه پلاوی به دوحه کې د طالبانو له استازو سره د سولې د مذاکراتو پر څرنګوالي خبرې اترې وکړي.

دوی دا ونه ویل، چې دغه پلاوی به څه وخت دوحې ته ولاړ شي خو په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک په دغه ناسته کې و ویل، چې روانه اونۍ به د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.

خپلواک دا ونه ویل، چې ده غونډه به چېرته جوړېږي خو زیاته یې کړه، چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې به د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او اماراتو استازي په ټولو هغه مواردو بحث وکړي، چې د سولې په لار کې خنډ جوړوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان سولې په اړه هر اړخیزه او عملي هڅې پیل شوې، چې تمه ده رنګ راوړي او د افغانستان روانه کشاله نوره پای ته ورسېږي.

د سولې د دارالانشا رییس و ویل، چې د سولې له پاره تمې او هڅې ډېرې دي او اوس نړیوال، سیمه ییز او ټول اسلامي هېوادونه په یوه خوله په افغانستان کې سوله غواړي او د سولې ملاتړ کوي.

ښاغلي خپلواک ټېنګار وکړ، چې د سعودي عربستان له کنفرانس وروسته طالبانو ته د جګړې هېڅ دلیل نه دی پاتې شوی او دغه ډلې ته پکار ده، چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

د سولې د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک و ویل، چې سعودي کې د اسلامي هېوادونو د همکاریون سازمان په دې تاریخي غونډه او دغه راز په مکه مکرمه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا او فتنه وبلل شوه نو ځکه طالبانو ته نور د جګړې مجال او دلیل نشته.

د سولې عالي شورا د سولې په تړاو له طالبانو سره د خبرو او د نړیوالو هڅو څخه پر داسې مهال خبر ورکوي، چې ویل کېږي طالبانو له امریکا سره په غیر مستقیم ډول څو ځلې د سولې په تړاو په دوحه، اماراتو او افغانستان کې ناستې کړې دي.

د طالبانو هغه استازي چې په دې ناستو کې یې برخه اخیستې د امریکا تلوېزیوني ان بي سي شبکې ته ویلي، چې د دوی او امریکايي چارواکو، چې په وینا یې تر پنځو کسانو زیات نه و، خبرې ډېرې دوستان او تر جدي امنیتي تدابیرو لاندې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي