د ملي امنیت لوی ریاست وايي، منسوبینو یې پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو د ډلې یو غړی نیولی دی، چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ وخت وڅاري.
د
جمهور خبري آژانس د له مخې د ملي امنیت ریاست نه نن شنبې د چنګاښ ۳۰ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو دغه غړی عبدالسبحان نومېږي او د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، عبدالسبحان په خپلو خبرو کې اعتراف کړی، چې دوه میاشتې وړاندې لوګر کې د طالبانو د قوماندان حکیمي له خوا دغه ډلې ته جذب شوی دی.
خبرپانه د نوموړي د قوله وايي، هغه ته دنده سپارل شوې وه تر څو له امنیتي پوستو فلم ډک کړي او د دولتي کسانو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ وقت تثبیت او طالبانو ته خبر ورکړي.
ملي امنیت زیاتوي، نیول شوي طالب پر امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.
جمهورخبري آژانس:کابل