۰

غزني کې د طالبانو بریدونه، د رشیدانو امنیه قوماندان هم وژل شوی

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۳
وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې پر څو ولسوالیو ډلیز بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د رشیدانو ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون درې پولیس وژل شوي دي.
غزني کې د طالبانو بریدونه، د رشیدانو امنیه قوماندان هم وژل شوی
وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې پر څو ولسوالیو ډلیز بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د رشیدانو ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون درې پولیس وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني امنیتي چارواکي وايي، طالبانو تېره(شنبې شپه د چنګاښ ۳۰مه) د غزني په رشیدانو، قرباغ، اندړ او مرکز غزني ښار کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د غزني امنیه قوماندان فرید مشعل ویلي پر رشیدان د طالبانو په برید کې د دغه ولسوالۍ امنیه قوماندان صبغت الله له یوه بل پولیس سره وژل شوی او دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په قرباغ کې بیا پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وايي، تر دې یوه شپه وړاندې هم د قرباغ په مرکز کې د طالبانو په یوه برید کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي وو.

که څه هم نوموړي په دې اړه چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده کنه څه نه دي ویلي، خو د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي