۰

د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړېږي

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۱
ټاکل شوې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او اماراتو تر منځ د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزه غونده تر سره شي.
د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه  غونډه جوړېږي
ټاکل شوې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او اماراتو تر منځ د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزه غونده تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک مني، چې دغه غونده به روانه اوونۍ وشي، خو دا چې څه وخت او چېرته په اړه یې معلومات ورنه کړل.

خو یوې دولتي سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د محرمیت له کبله یې نوم یاد شي، ویلي چې یاده څلور اړخیزه ناسته به په کابل او یاهم ریاض کې جوړه شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک وایي د سولې له پاره ځینې نور پروګرامونه هم لري، تر څو د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په برخه کې ټولې پلمې ختمې او طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.

هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل خو دا یې هم ویل، چې د سولې له پاره به د افغان او پاکستاني دیني عالمانو تر منځ غونده جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د سولې له خبرو له پاره د افغانستان د سولې عالي شورا او د دیني عالمانو د شورا یو ګډ پلاوی د قطر پلازمنې دوحې ته ولاړ شي او د طالبانو له استازو سره د سولې د خبرو پر څرګنوالي خبرې اترې وکړي.

قطر ته د دغه پلاوي د تګ خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې امریکایي رسنیو ویلي، د طالبانو استازو او امریکايي چارواکو څو ځلې په قطر کې سره لیدلي او د سولې په باب یې خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي یو تن غړي د امریکا ان بي سي نیوز ته ویلي، چې د دوی او امریکايي چارواکو تر منځ خبرې دوحې په یوه هوټل کې په خورا امنیتي تدابیرو او دوستانه فضا کې تر سره شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي