ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښايي په لوی اختر کې یو ځل بیا افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري پرون شنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړه.
تر دې وړاندې لوېدیځو رسنیو هم داسې راپورونه خپاره کړل، چې افغان حکومت هڅه کوي، په لوی اختر کې هم د اوربند له پاره زمینه برابره او اوربند اعلان کړي.
حکومت په لوی اختر کې د اوربند خبره په داسې حال کې کوي، چې په تېر کوچني اختر کې یې د روژې میاشتې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ او وروسته یې بیا د سولې کاروان په غوښتنه لسو ورځو ته وغځاوه، خو طالبانو بیا یواځې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ او له هغه وروسته یې خپلو بریدونو ته په پوره شدت دوام ورکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل