۱۱ داعشیان جوزجان کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول

31 سرطان 1397 ساعت 14:09

ملي دفاع وزارت وايي، ۱۱ تنه داعش وسله وال په جوزجان ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي او خپلې وسلې یې سپارلې دي.


ملي دفاع وزارت وايي، ۱۱ تنه داعش وسله وال په جوزجان ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي او خپلې وسلې یې سپارلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۳۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه شمېر داعشیان د جوزجان په قوش تېپه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دوی له ځان سره پنځه میله وسلې او ۶ عرادې موټرسایلکونه هم امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او داعشیان تر منځ جوزجان کې نښتې زیاتې شوې او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیتي سرچینې وايي، طالبان پر داعشیانو لاس بري او ګڼې سیمې ترې نیولې دي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
 


د مطلب کود: 106559

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106559/

جمهور
  https://www.jomhornews.com