کابل کې چاودنې دوه ماشومان و وژل

31 سرطان 1397 ساعت 14:11

امنیتي چارواکي وايي پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د چنګاښ ۳۱ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د لب جر په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، چاودېدونکې توکي کثافاتو په یوه ټوکرۍ کې پر ځای شوي، چې د چاودنې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 106560

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106560/

جمهور
  https://www.jomhornews.com