۰

د افغانستان او پاکستان د عمل پلان لومړی ناسته، پاکستان وايي د سولې له پاره یې د ژمنې پیغام راوړی

یکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۶
د لوړ پوړو افغان او پاکستاني دیپلوماتانو تر منځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل پلان د پنځو کاري کمېټو لومړنۍ غونده کابل کې وشوه.
د افغانستان او پاکستان د عمل پلان لومړی ناسته، پاکستان وايي د سولې له پاره یې د ژمنې پیغام راوړی
د لوړ پوړو افغان او پاکستاني دیپلوماتانو تر منځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل پلان د پنځو کاري کمېټو لومړنۍ غونده کابل کې وشوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت له لوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او د پاکستان له خوا د هغه سیاله تهمینه
نوموړي زیاته کړه، چې د غونډې له جوړېدو موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د باور د فضا رامنځ ته کول، د اړیکو پراختیا او دغه راز د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د پاکستان له حکومت څخه په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ اخیستل دي.
جنجوعه د پلاویو مشري کوله.

د افغانستان او باکستان د عمل پلان په دې پنځمه کاري کمېټه کې به د دواړو لورو تر منځ د دغه پلان په عملي کېدو او د کار په میکانېزم خبرې اترې وشي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان پنځه کمېټې لري، چې سیاسي او ډیپلوماټیکه کمیټه، د کډوالو چارو کميټه، نظامي کمیټه، امنیتي کمېټه او اقتصادي کمېټه په کې شاملې دي.

دواړو چارواکو وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پيوستون د عمل پلان بشپړ شوی او دواړو هیوادونو په کابل او اسلام اباد کې پرې په مسلسلو ناستو کې بحثونه کړي دي.

د غونډې په پرانستې وینا کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي و ویل تمه ده چې دا غونډه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړولو فضا په پیاوړي کېدو کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې تهمینه جنجوعه و ویل، چې د افغان ولسمشر غني له لوري د اوربند وړاندیز ټول سولې ته هیله من کړي او دوی هم د پاکستان له خوا د سولې او پخلاینې له پاره د ژمنې پیغام راوړی دی.
کړه، چې د غونډې له جوړېدو موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د باور د فضا رامنځ ته کول، د اړیکو پراختیا او دغه راز د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د پاکستان له حکومت څخه په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ اخیستل دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې تهمینه جنجوعه و ویل، چې د افغان ولسمشر غني له لوري د اوربند وړاندیز ټول سولې ته هیله من کړي او دوی هم د پاکستان له خوا د سولې او پخلاینې له پاره د ژمنې پیغام راوړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان په ټول توان د افغان ولسمشر د سولې او مذاکراتو د وړاندیز او دغه راز د اوربند څخه بشپړ ملاړ کوي.

باید و ویل شي، چې افغانستان او پاکستان د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د د سولې او پيوستون لپاره په ګډ پلان موافقه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي