۰
د پکتیا والي امنیتي ځواکونو ته!

نور په مخالفینو رحم مه کوۍ، چې یو سرتېری یې واژه غچ یې یو په دوه اخلۍ

یکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۱
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړ، چې نور پر وسله والو مخالفینو رحم ونه کړي.
نور په مخالفینو رحم مه کوۍ، چې یو سرتېری یې واژه غچ یې یو په دوه اخلۍ
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړ، چې نور پر وسله والو مخالفینو رحم ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کټوازي چې پرون شنبې د چنګاښ ۳۰ مه یې د نوي امنیه قوماندان د معرفۍ په غونډه کې وینا کوله و ویل، چې د ولایت په کچه تر وروستي بریده مخالفین سولې ته راوبلل شول، خو هغوی جګړه خوښه کړې او دوام یې ورکړی.

نوموړي امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې و ویل، هغه چې له جګړې لاس نه اخلي او جګړه کوي نور رحم مه پرې کوۍ، چې یو سرتېری یې واژه غچ ترې ډبل واخلۍ.

بل خوا کټوازي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې نور دا شکایتونه ورته د منلو نه دي، چې ویل کېږي امنیتي ځواکونه په جګړه
هغه ویلي«نور دا شکایت راته د منلو نه دي، په همغه ځای کې یې و وژنۍ.»
کې وسله وال له وسلو سره نیولي خو څارنوالۍ او قضا بېرته خوشي کړي دي.

هغه ویلي«نور دا شکایت راته د منلو نه دي، په همغه ځای کې یې و وژنۍ.»

دغه راز د پکتیا والي نوي امنیه قوماندان ته دا هم تر غوږ ورتېره کړه، چې د ولسوالیو د امنیه قوماندانانو په ټاکنو کې د ولایتي شورا، پارلمان د وکیلانو او قومي مشرانو غوښتنې ونه مني.

نوموړي امنیه قوماندان ته ویلي، چې هغه کسان د امنیه قوماندانانو په توګه وټاکي، چې تر نورو په جګړه کې غښتلي او تجربه یې زیاته وي.

باید و ویل شي، چې راز محمد مندوزی دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له خوا د پکتیا د نوي امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.

نوموړي په خپلو خبرو کې ولایتي ادارې، قومي مشرانو او ولسي استازو ته ډاد ورکړ، چې تر خپله وسه به امنیت ته پاملرنه کوي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي