۰

کندهار کې د څلورو پولیسو قاتل پولیس ونیول شو

یکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۳
امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې یې هغه پولیس نیولی، چې په یوه امنیتي پوسته کې یې خپل څلور همکار پولیس وژلي وو.
کندهار کې د څلورو پولیسو قاتل پولیس ونیول شو
امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې یې هغه پولیس نیولی، چې په یوه امنیتي پوسته کې یې خپل څلور همکار پولیس وژلي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی زیاتوي، چې وړمه شپه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ د تانګۍ درې په سیمه کې یو تن پولیس د خپلې پوستې څلور همکاران وژلي وو.

نوموړي زیاته کړه، چې تورن پولیس سید نعیم نومېږي او هغه مهال چې غوښتل یې وتښتي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر مهال نیول شوی دی.

دی وايي له نیول شوي پولیس څخه دا مهال پوښتنې روانې دي، چې ګڼې له طالبانو سره یې لاس درلود که نه، خو په وینا یې لومړني معلومات ښيي، چې له طالبانو سره یې اړیکه نه درلوده.

د کندهار د امنیه قومانداني ویاند زیاتوي، چې دغه پولیس د رواني فشارونو له امله خپل ملګري وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي