۰

هند به ډېر ژر افغانستان کې د شاتوت بند جوړو چارې پیل کړي

یکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۵
هندي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې هند به ډېر ژر په افغانستان کې د شاتوت بند د جوړولو چارې پیل کړي.
هند به ډېر ژر افغانستان کې د شاتوت بند جوړو چارې پیل کړي
هندي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې هند به ډېر ژر په افغانستان کې د شاتوت بند د جوړولو چارې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې د شاتوت بند جوړلو چارې به راتلونکې میاشت پیل شي.

رسنۍ وايي دا خبره هغه هندي حکومتي سرچینو ورته کړې، چې د نړیوال بانګ په تمویل د شاتوت بند پر پروزه کار کوي.

دغه سرچینو هندي ورځپاڼې سټیټسمن ته ویلي، چې د یاد بند په جوړلو به شاوخوا ۲۳۶ میلیونه ډالر ولګېږي او په راتلونکو دریو کلونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

باید و ویل شي، چې هند تر دې وړاندې هم د افغانستان د بنسټیزو پروژو په جوړلو کې برخه اخیستې، چې ښه بېلګه یې په هرات ولایت کې د سلما بند جوړول دي.

د شاتوت اوبو بند به د کابل دوه میلونه وګړوته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او شاوخوا څلور سوه زره هکتاره کرهنیزه ځمکه به هم خړوبه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت هم تېره اوونۍ ویلي، چې د شاتوت بند جوړلو چارې به په یوه میاشت کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي