کابل کې د ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۷۴ تنو ته ورسېده

1 اسد 1397 ساعت 8:17

پولیس چارواکي وايي، کابل کې د شوي ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمېره ۷۴ تنو ته رسېدلې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.


پولیس چارواکي وايي، کابل کې د شوي ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمېره ۷۴ تنو ته رسېدلې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه مازیګر څه کم بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم موټریز کاروان له هوايي ډګر څخه ارګ ته په لاره وو.

جنرال دوستم پرون له ۱۴ میاشتې جلا وطنۍ بېرته هېواد ته راستون شو، چې د هرکلي له پاره یې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او د هغه سلګونه پلویان ورغلي وو.

کله چې ښاغلي دوستم له هوايي ډګر څخه د ارګ په لور حرکت وکړ، څو دقیقې وروسته ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۷۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، په دغه برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د بریدګر موخه د ښاغلي دوستم موټریز کاروان و، خو وړاندې تر دې، چې هدف ته ورسېږي د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندنې وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د دغه برید مسؤولیت داعش وسله والو پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 106590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com