ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له چارواکو وغوښتل، چې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د تر سره کېدو نېټه ژر تر ژره اعلان کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه ارک کې د کمېسیون له مسؤولینو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، د اروپايي ټولنې استازي او دغه راز د یو شمېر هغه هېوادونو له سفیرانو سره چې د افغانستان د ټاکنو پروسې ملاتړ کوي، په لیدنه کې وکړې.
له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، لومړی د کمېسیون مسوولینو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي غني هم په خپلو خبرو کې د کمېۍسیون مسوولینو ته و ویل، چې د نوم لیکنې پروسې په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي او دغه راز سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او ملي او نړیوالو ناظرینو ته د ټاکنو د نظارت او څار زمینه برابره کړي.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې په ټاکنو کې د حکومتي کارکوونکو په ګډون د هر چا لاسوهنه جرم ګڼل کېږي او حکومت د دغه کار د مخینوي له پاره لازم اقدامات تر سره کوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په ټاکنو کې جعل او درغلي د قانون له مخې جرم دی او د هېواد له نافذه قانون سره سم باید هغې ته رسېدنه وشي.
افغان ولسمشر و ویل، چې د ملي یووالي حکومت ټاکنو ته ژمن دی او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي، چې ډېر ژر د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو نېټه مشخصه او له ولس سره یې شریکه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل