نورستان کې ماین چاودنې دوه پولیس وژلي دي

1 اسد 1397 ساعت 9:40

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نورستان ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نورستان ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه مازیګر مهال د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د نورستان امنیه قوماندان جنرال سید محمد عباس وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دی زیاتوي، ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی وو او ټپیان نېږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:نورستان
 
 


د مطلب کود: 106593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com