د خوست امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د بېلا بېلو جرمونو په تور د ۲۵ کسانو او له هغوی سره د وسلو د نیولو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان سمونوال اختر محمد نورزی وايي، د تلاشیو او عملیاتو پر مهال ۲۵ تنه چې، د نشه يي توکو په قاچاق، وژنو، وسله والو غلو، د ځمکو په غصب او قمار په تور نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له نیول شوېو کسانو دوه تښتول شوي موټر، نقدې روپۍ، څلور تفنګچې، دوه کلاشینکوفونه او یوه اندازه نشهيي توکي تر لاسه شوي.
د خوست امنیه قوماندان وايي، د نیول شویو کسانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او له قانون سره سم چلند به ورسره وشي.
جمهورخبري آژانس:خوست