۰

ننګرهار کې وسله والو په یوه جومات کې درې تنه وژلي دي

دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو په یوه جومات په برید کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار کې وسله والو په یوه جومات کې درې تنه وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو په یوه جومات په برید کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره (دوشنبې شپه د زمري اوله) د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، وسله والو کسانو په یاده سیمه کې پر یوه جومات برید کړی، چې په ترڅ کې یې درې تنه وژل شوي او څلورنور ټپیان شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل او نه هم چا تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي