ننګرهار کې غبرګو چاودنو دوه تنه ټپیان کړل

1 اسد 1397 ساعت 10:25

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د دوه غبرګو چاودنو له امله دوه تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د دوه غبرګو چاودنو له امله دوه تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن دوشنبې د زمري لومړۍ نېټه د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د بهسود پله په سیمه کې شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنې شاوخوا ۹ بجې د بهسودو پله ته څېرمه د پولیسو امنیتي پوستې ته نېږدې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنو کې دوه تنه ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه د ننګرهار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا تر اوسه په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې وسله والو په یوه جومات په برید کې درې تنه وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 106598

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106598/

جمهور
  https://www.jomhornews.com