۰

ډاکتر عبدالله هم وايي د ټاکنو کمېسیون دې د ولسمشرۍ ټاکنو نېته اعلان کړي

دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم غواړي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو نېټه ژر تر ژره اعلان کړي.
ډاکتر عبدالله هم وايي د ټاکنو کمېسیون دې د ولسمشرۍ ټاکنو نېته اعلان کړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم غواړي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو نېټه ژر تر ژره اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله نن دوشنبې د زمري اوله د وزیرانو شورا په غونده کې و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ولسمشریزه ټاکنو نېټه اعلان کړي تر څو ولس ته د ټاکنو په تړاو د ملي یوالي حکومت ژمنه ثابته کړي.

هغه و ویل«کمېسیون باید دغه نېټه اعلان کړي تر څو خلکو ته د ټاکنو په تړاو د ملي یووالي حکومت په اراده شته شک پاتې نه شي.»

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان ولس تمه لري، چې له درغلیو او فساد څخه پاڼې او رڼې ټاکنې تر سره شي او د تېرو ټاکنو په شان له ستونزو سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ولسمشر محمد اشرف غني هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له چارواکو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي، د اروپايي ټولنې د استازي او د افغان ټاکنو د ملاتړو سفارتونو له استازو سره په ناسته کې له کمېسیون څخه وغوښتل، چې د ولسمشریزه ټاکنو نېټه ژر تر ژره اعلان کړي.

ښاغلي غني و ویل، چې حکومت به د ټاکنو د شفاف تر سره کېدو له پاره ټول توان په کار واچوي او دغه راز به هېچا ته په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي