ایکانومیک ټایمز:

د داعش خراسان ډله د پاکستان پوځ د خپلو ګټو لپاره جوړه کړې ده

1 اسد 1397 ساعت 11:36

ایکانومیک ټایمز نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، چې د داعش خرسان ډله د پاکستان پوځ جوړه کړې او موخه یې د خپلو ګتو تر لاسه کول دي.


ایکانومیک ټایمز نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، چې د داعش خرسان ډله د پاکستان پوځ جوړه کړې او موخه یې د خپلو ګتو تر لاسه کول دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریکې زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ غواړي د دغه ډلې پر مټ په سیمه کې د پاکستان ګټې خوندي کړي.

سرچینه لیکلي د داعش دغه ډله هڅه کوي، چې د پاکستان او افغانستان د بېلا بېلو سیمو تر منځ اړیکې تازه وساتي او په دې توګه به څوک د پاکستان د اهدافو د تر سره کولو پر وړاندې خنډ نه ګرځي.

ایکانومیک ټایمز وړاندې زیاتوي، د دغه ډلې بله موخه د هند پر ضد اقدامات دي او په افغانستان کې به د هندي شرکتونو او پروژو په لار کې خنډ جوړوي.

نشریه وايي، پاکستان په عملي توګه د دې ډلې د پیاوړي کولو له پاره کار کوي، ځکه که طالبان د افغان حکومت سره سوله وکړي، پاکستان باید د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو پاره د هغوی ځای ناستی ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د مشرانو جرګې ځینو غړو هم په خپلو خبرو کې و ویل، چې پاکستان د خپلو موخو د تر لاسه کولو له پاره په افغانستان کې پنځه نورې وسله والې ډلې هم جوړې کړې دي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په خپلو خبرو کې و ویل، چې حکومت باید له طالبانو سره د اوربند کولو مدیریت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د سیمې استخبارات غواړي د نورو ډلو په واسطه په افغانستان کې جګړه دوامداره وساتي.

د مشرانو جرګې دغه غړي زیاته کړه، چې د سیمې استخبارات غواړي که طالبان سوله وکړي، نو دوی باید د جګړې د دوام له پاره په افغانستان کې د هغوی ځای ناستی ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106603

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106603/

جمهور
  https://www.jomhornews.com