۰
اسپین ټایمز:

افغانستان کې به د امریکا حضور کلونه دوام وکړي

دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
له امریکا خپرېدونکې اسپین ټایمز ورځپانې د متحده ایالاتو د کانګرېس د یوه غړي له قوله ویلي، چې امریکا به تر یوې اوږدې مودې پورې په افغانستان کې پاتې شي.
افغانستان کې به د امریکا حضور کلونه دوام وکړي
له امریکا خپرېدونکې اسپین ټایمز ورځپانې د متحده ایالاتو د کانګرېس د یوه غړي له قوله ویلي، چې امریکا به تر یوې اوږدې مودې پورې په افغانستان کې پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپانې د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د استخباراتو د کمېټې د غړي اډم شیف هغه څرګندونې نقل کړې، چې ویلي یې دي، په افغانستان او عراق کې به د امریکا حضور لسګونه کلونه دوام وکړي.

د ورځپانې د راپور پر بنسټ اډم شیف ویلي امریکا به ځکه افغانستان او عراق کې کلونه نور هم پاتې شي، چې دغه هېوادونو کې لا هم بې ثباتي او د ترهګرۍ ګواښونه موجود دي.

دغه ورځپانې زیاته کړې، چې په افغانستان او عراق کې د ډموکراسۍ د ټینګښت لپاره مشورې او ملاتړ کلونه وخت ته اړتیا لري په خانګړي ډول په داسې وخت کې چې ترورېزم او دولتي فساد پراخ وي.

ادم شیف هم ویلي، چې په افغانستان کې د یوه داسې حکومت او امنیتي ځواک رامنځ ته کول، چې افغانان ورته لېوال او قربانۍ ورکولو ته چمتو وي یو ازمون دی.

ده ورځپاڼې ته ویلي فکر کوي، چې امریکا ته لوی ګواښ له همدغې سیمې متوجې دی او په همدې دلیل به امریکايي ځواکونه تر راتلونکو ۱۰ کلونو او ښايي تر دې هم د زیاتې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي