۰

کندهار کې د طالبانو یوه مهمه پنځه کسیزه ډله نیول شوې

دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۹
د کندهار د ملي امنیت ریاست په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه پنځه کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې مهم برید کوونکي دي.
کندهار کې د طالبانو یوه مهمه پنځه کسیزه ډله نیول شوې
د کندهار د ملي امنیت ریاست په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه پنځه کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې مهم برید کوونکي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د ملي امنیت ریاسته نن دوشنبې د زمري اوله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شویو وسله والو طالبانو، کندهار ښارو، شاولي کوټ، خاکریز او میوند ولسوالیو کې ترهګري فعالیتونه کول.

په خبرپانه کې ویل شوي دغه ډلې په ګڼو بریدونو، د ماینونو په اېښودلو او نورو ترهګریزه او ورانکاره کړنو کې لاس درلود.

ملي امنیت وايي، دغه کسان تر دقیقو معلوماتو وروسته د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.

د کندهار د ملي امنیت ریاست زیاتوي، نیول شوي کسان امین الله د عصمت الله زوی، رحمت الله د شهاب الدین زوی، عبدالمالک د فیروز خان زوی، نورعلي مشهوره په خان محمد دعبدالبصیر زوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي