افغان ولسمشر وايي، اوس د افغان سولې په اړه د اسلامي نړۍ لوی مشارکت رامنځته شوی او د خدای (ج) له کور څخه د سولې د غږ پورته کېدل ځانګړی ارزښت او اغېز لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن دوشنبې د زمري اوله ارګ کې د افغانستان د علماو شورا او سولې شورا د استازو سره په غونده کې وکړې.
دغه غونده کې لومړی د علماو شورا او سولې شورا غړو سعودي کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس په اړه معلومات ورکړل او د سولې په برخه کې یې د ولسمشر هڅې وستایلې.
د علمانو شورا رییس مولوي قیاالدین کشاف ولسمشر ته خطاب کې و ویل، چې د سولې په برخه کې ستاسو هڅو رنګ راوړ ځکه د اسلامي نړۍ علماوو د افغان علماو برحقه غږ ته لبیک ووایه، جنګ، انتحار او انفجار یې حرام وباله.
دغه راز د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم ولسمشر ته و ویل چې د سعودي عربستان په کنفرانس کې د ۳۳ هېوادونو د جیدو علماو تر څنګ ۱۶ لویو مفتیانو هم ګډون کړی وو او د اسلامي نړۍ علما د افغانستان له روان وضعیت او حقایقو څخه لا ښه خبر شول.
ولسمشر هم د دیني عالمانو د هڅو څخه د مننې تر څنګ و ویلو چې د افغان علماو هلو ځلو څخه په مننې وویل: د علماو د سراسري شورا له برکته افغان علما په اتفاق او واضح محور کې قرار لري.
هغه زیاته کړه«له افغان علماو سره زموږ مشارکت یوازې د سولې د تامین نه، بلکې د ټولنې د جوړولو او ثبات د ټينګښت دوامدار مشارکت دی، ځکه په ټولنه کې د دوی اغېز او ارزښت تر نورو زیات دی.»
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ټولو رسنیو غږ وکړ، چې د افغان علماو استقلال او پیاوړی منطق د افغانستان خلکو ته تشریح کړي.
ولسمشر زیاته کړه، چې د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د درې کلن کار په پایله کې سعودي عربستان دسولې په برخه کې د افغانستان په ستراتیژیک او عمده شریک بدل شو.
هغه و ویل، چې افغان حکومت د سعودي عربستان په ځانګړي ډول د دغه هېواد له پاچا څخه غواړي، چې د سولې په تطبیق کې هم له افغانستان سره همکار وي.
ښاغلي غني وايي، اوس د افغان سولې په اړه د اسلامي نړۍ لوی مشارکت رامنځته شوی او د خدای (ج) له کور څخه د سولې د غږ پورته کېدل ځانګړی ارزښت او اغېز لري.
ولسمشر د سعودي پاچا، د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال او د اسلامي هېوادونو د جیدو علماو د ملاتړ او واضح دریځ قدرداني وکړه.
افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې د سولې په برخه کې د علماو د وړاندیزونو د تعقیب تر څنګ خپل راتلونکي پلانونه او ګامونه هم مشخص کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل