کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسیم الخالدي وايي هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جاسیم الخالدي دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په یوه ناسته کې کړې دي.
د ملي امنیت شورا فسبوک پانه وايي، ښاغلي اتمر د خپل کار په دفتر کې د سعودي له سفیر سره وکتل او د سولې په برخه کې یې د دغه هېواد د مرستو مننه وکړه.
ښاغلي اتمر زیاته کړې، چې په سعودي کې د دیني عالمانو غونډه کې د افغانستان د جګړې ناروا بلل ثابته کړه، چې د نړۍ اسلامي هېوادونه د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي، د نړۍ او سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې او جنګ د پای ته رسیدو له پاره اجماع لري او په سعودي عربستان کې یې د دیني عالمانو د ناستې پر مهال د پریکړو د عملي کېدو له پاره د افغان دولت له پوره چمتوالي خبر ورکړی دی.
په ورته وخت کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسیم الخالدي ویلي، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.
نوموړي د سولې په چارو کې د پوره همکاريو ډاډ هم ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل