د زابل په اټغر ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

1 اسد 1397 ساعت 14:09

د زابل ولایت په اټغر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده، چې طالبان یې د سقوط او حکومتي چارواکي یې د رد خبره کوي.


د زابل ولایت په اټغر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده، چې طالبان یې د سقوط او حکومتي چارواکي یې د رد خبره کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه جګړه تېره شپه(دوشنبې شپه د زمري اوله) د وسله والو طالبانو په ډلیز برید سره پیل شوې ده.

د اټغر ولسوال عبدالقیوم وايي، طالبانو د شپې دوه بجې پر ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړل، چې تر سهار پورې یې دوام درلود او اوس هم خال خال ډزې کېږي.

دی وايي افغان ځواکونه له طالبانو سره سخت مقاومت کوي، خو په وینا یې که هوايي مرسته او تازه دمي ځواکونه ورونه رسېږي ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بیا وايي، چې له کندهار څخه هوايي مرسته او تازه دمو ځواکونو حرکت کړی او ډېر ژر به دغه ولسوالۍ ته ورسېږي.

هغه هم وايي، چې جګړه سخته ده او په کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

طالبانو بیا د اټغر ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې او ویاند یې قاري یوسف احمدي وايي، ۲۳ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ډې وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 106611

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106611/

جمهور
  https://www.jomhornews.com