۰

د څه باندې ۶۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴ پروژې منظورې شوې

دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۶
د ملي تدارکاتو کمېټې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو قراردادونه منظور کړل، چې په بېلابېلو برخو کې پلې شي.
د څه باندې ۶۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴ پروژې منظورې شوې
د ملي تدارکاتو کمېټې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو قراردادونه منظور کړل، چې په بېلابېلو برخو کې پلې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون پرون یکشنبې د چنګاښ ۳۱ مه ماښام مهال د ولسمشر غني په مشرۍ غونده درلوده.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي په دې غونډه کې  ۱،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ تدارکاتي مورده وارزول چې په پایله کې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژې منظور شوې.

په منظور شویو پروژو کې د ۳۴ کیلومتر په واټن د کابل-غزني لویې لارې اساسي رغول، او د لوړو زده کړو وزارت د ریفورم پروژې په ګډون د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو د درملو تهیه او تدارک قراردادونه شامل دي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ ۱۲۷ قلمه البسې تدارک او د خوست ولایت په مرکز کې د نمونه‎یي کمپلکس ودانۍ قراردادونه هم په کې شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د غوڅ ملاتړ سیستیکا، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي