سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې پر وسله والو طالبانو د خپل ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر د امنیه قومانداني ویاند شاپور احمدزي ویلي، دغه پېښه نن دوشنبې د زمري اوله د سهار شاوخوا ۱۰ بجې د لوګر ولایت د مرکز اړوند بابوس کلي کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د بابوس کلي په یوه جومات کې د ماین پر جوړولو بوخت و، چې ورباندې چاودنی او ۱۰ طالبان یې وژلي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:لوګر