۰

د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر متحده عربي اماراتو ته تللی دی

سی شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر متحده عربي اماراتو ته تللی دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا پر خپله فسبوک پانه لیکلي، چې ښاغلی اتمر او ورسره پلاوی پرون دوشنبې د زمري اوله د متحده عربي اماراتو پلازمېنې پلازمېنې ابوظبۍ ته ورسېده.

امنیت شورا زیاته کړې، چې اماراتو ته د ښاغلي اتمر او ورسره پلاوي د سفر موخه، د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو پلاوو په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون دی.

سرچینه وايي، په عربي متحده اماراتو کې، د دې ناستې موخه دا ده، څو د څلورو هېوادو تر منځ د سولې بهیر د پیاوړتیا، له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاريو په موخه د عمل پلان نهايي او تایید شي.

ټاکل شوې د یادو څلورو هېوادونو د لوړ پوړو پلاوو ناسته، پر افغان سولې خبرې او ترهګرۍ سره د مبارزې خبرې سبا چهارشنبې د زمري درېیمه تر سره شي.

 تمه کیږي، چې د ناستې ګډونوال د سولې، ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاریو په موخه د عمل ګډ پلان پر وروستي کیدو هوکړې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي