۰
چارواکي:

غور کې د روغتیايي کلینیک امبولانس له ۶ تنو سره تښتولی شوی

سی شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، وسله والو کسانو په غور ولایت کې د یوه روغتیايي کلېنیک امبولانس له شپږو تنو سره تښتولی دی.
غور کې د روغتیايي کلینیک امبولانس له ۶ تنو سره تښتولی شوی
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، وسله والو کسانو په غور ولایت کې د یوه روغتیايي کلېنیک امبولانس له شپږو تنو سره تښتولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د غور ولایت په دولیتار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، او امبولانس هم د یاد ولایت د لعل ولسوالۍ د کلېنیک اړوند وو.

د غور ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر جمعه ګل یعقوبي وايي، په امبولانس کې یو موټر چلوونکی، یو روغتیايي کارکوونکی، او څلور محصلین سپاره وو.

نوموړي زیاته کړې، دغه کسانو غوښتل لعل ولسوالۍ ته سفر وکړي، چې د دولتیار ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې تښتول شوي دي.

دی وايي، تر اوسه معلومه نه ده، چې دا کسان چا، چېرته او څه له پاره تښتولي، خو د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي ویلي دغه کسان وسله والو طالبانو تښتولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په تښتول شویو محصلینو کې درې تنه یې نجونې دي او طالبانو هغوی د مرغاب ولسوالۍ خوا ته وړي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې د برمته شویو کسانو د خلاصون له پاره د سیمه ییز مشرانو او قومي مخورو هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي