ډاکتر عبدالله:

د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدو پر پرېکړه پښېمانه نه یم

2 اسد 1397 ساعت 15:10

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو پر پرېکړه پښېمانه نه دی.


د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو پر پرېکړه پښېمانه نه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي یادې څرګندونې د حقیقت په نوم د یوه ګوند له غړو سره د خپل کار په دفتر کې کړې دي.

د اجراییه ریاست د فیسبوک پاڼې له مخې، اجراییه رییس، تمه لري چې راتلونکې ټاکنې له درغلیو لرې او شفافې ترسره شي او ټینګار یې وکړ، چې حکومت یې ترسره کولو ته پیاوړې اراده لري.

عبدالله تېرو ټاکنو او زیانونو ته یې په اشارې ویليو هغه مهال شرایط بدل و او د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو لپاره په خپلې پخوانۍ پرېکړې، چې د ټاکنیز کړکېچ په پای کې یې وکړه، پښېمانه نه دی، ځکه چې له دې پرېکړې پرته هېواد د بربادۍ او بې ثباتۍ لور ته د تګ په حال کې و.

نوموړي ویلي، سره له دې چې اوس په هېواد کې شرایط د خلکو په خوښه نه دي او حکومت نه دی توانېدلی چې د امنیت د تامین، بېکارۍ له منځه وړلو او نورو ستونزو په کابو کولو کې بریالی شي، خو له دې سره سره ډېر پرمختګونه هم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106657

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106657/

جمهور
  https://www.jomhornews.com