۰
د سولې عالي شورا:

هېڅوک زموږ په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نه شي کولای

سی شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۷
د سولې عالي شورا وايي، د سولې خبرې اترې د افغانانو خپل کار دی او هېڅوک، هېڅ بنست او هېڅ هېواد نه شي کولای د افغانانو په استازیتوب له طالبانو سره دغه خبرې وکړي.
هېڅوک زموږ په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نه شي کولای
د سولې عالي شورا وايي، د سولې خبرې اترې د افغانانو خپل کار دی او هېڅوک، هېڅ بنست او هېڅ هېواد نه شي کولای د افغانانو په استازیتوب له طالبانو سره دغه خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د سولې عالي شورا چارواکو نن سه شنبې د زمري دوهمه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان الله طاهري و ویل، چې د سولې پروسه په افغانانو پورې اړه لري او مشري یې هم خپله افغانان کوي.

نوموړي و ویل، چې د افغانستان د ستراتېژیکو ملګرو هېوادونو له دې ډلې امریکا په دغه پروسه کې د افغانانو استازیتوب نه شي کولای.

طاهري و ویل، چې له طالبانو سره د لوړ پوړو امریکايي دیپلوماتانو ناستې او خبرې اترې د سولې د خبرو اترو له پاره زمینه برابرول دي، نه دا چې د افغانانو په استازیتوب وي.

هغه ټینګار وکړ، چې دا ټول ناستې ښايي نورې هم تر سره شي خو دا په دې مانا نه دي، چې ګڼې امریکا له طالبانو سره د سولې په پروسه کې د افغانانو استازیتوب کوي.

د سولې د عالي شورا ویاند زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې سولې ته هیلې او هڅې زیاتې شوې، چې ټولې هڅې د افغانانو له خوا دي او تمه ده، چې رنګ راوړي.

د سولې د عالي شورا چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو او امریکایي چارواکو څو ځلې په دوحه، اماراتو او افغانستان کې د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

د سولې د عالي شورا دغه نظر امریکايي چارواکو هم تاييد کړی، چې ګڼې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي، او په دې برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو ده.

جمهورخبري آژانس: عبدالجلیل سروش
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي