افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه بېساري زیات شوي

3 اسد 1397 ساعت 9:24

امریکايي رسنۍ وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه په بې سارې ډول زیات شوي دي.


امریکايي رسنۍ وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه په بې سارې ډول زیات شوي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې دوی د پنټاګونو له قوله ویليو چې روان کال د تېر ۲۰۱۷ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله په هوايي بریدونو کې ۷۸ سلنه لوړوالی راغلی دی.

سرچینه ویلي، چې روان کال په هره میاشت کې د تېر کال په پرتله څو برابره ډېر بمونه غورځول شوي دي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، تېر کال په جون میاشت کې ۳۸۹ بمونه غورځل شوي وو، خو روان کال دغه شمېره ۵۷۲ بمونو ته رسېدلې ده.

پنټاګون ویلي چې په دې بمونو کې تر ډېره راکېټونه او نورې وسلې کارول شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې دوی د طالبانو د ځپلو او داعش ډلې د ماتولو لپاره خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکوي او دغه دواړه ډلې، ددوی مرکزونه او مالي سرچینې به په نښه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com