۰

نړیوال بانک د هرات برېښتا د پیاوړتیا له پاره ۶۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۳
افغانستان کې د نړیوال بانک استازو هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د برېښنا د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د ۶۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
نړیوال بانک د هرات برېښتا د پیاوړتیا له پاره ۶۰ میلیونه ډالر مرسته کوي
افغانستان کې د نړیوال بانک استازو هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د برېښنا د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د ۶۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی پرون سه شنبې هرات ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له چارواکو سره یې په ناسته کې یادې څرګندونې کړې دي.

د هرات ولایت چارواکي وايي، دغه پيسې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د هرات ولایت د پرېښنا د پیاوړتیا او پراختیا له پاره ولګول شي.

له هرات والي محمد آصف رحیمي سره خبرو کې د نړیوال بانک پلاوي ویلي، چې دغه پیسې به د هرات په څلور ختیځو ولسوالیو کې د څلور سبسټشنونو د جوړولو، د سلما بند د برېښنا د وېش، د پل هاشمي په سیمه کې د یوه بل سبسټېشن د جوړو، له ترکمنستان څخه هرات ته د برېښنا شبکې د نښلولو او دغه نورو برېښنايي برخو کې ولګول شي.

د هرات چارواکي وايي، له دغه پیسو څخه ۱۴ میلیونه ډالر په هرات کې د ډیجټلي مترونو د وېش په برخه کې ولګول شي.

له دې سره په یوه وخت کې د هرات چارواکي وايي، د ډېجټلي مترونو د وېش له پاره یوه طرحه تر لاس لاندې لري، چې خلکو ته به د برېښنا په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي