۰

کابل کې پر ملي امنیت ځواکونو موټر بم ځانمرګی برید وشو

پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
امنیتي چارواکي وايي، کابل کې د ملي امنیت ځواکونو په موټریز کاروان موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې پر ملي امنیت ځواکونو موټر بم ځانمرګی برید وشو
امنیتي چارواکي وايي، کابل کې د ملي امنیت ځواکونو په موټریز کاروان موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن پنشنبې د زمري ۴ مه سهار څه باندې پنځه بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ په باغ داوود په سیمه کې رامنځ ته شو.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، د ملي امنیت ځواکونو موټریز کاروان له دغه سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې موټر بم ځانمرګی برید پرې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوی دي، خو دا چې مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې او که ملي امنیت ځواکونو ته ستانکزي څه ونه ویل.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی د ملي امنیت د صفر ۱ قطعې په ځواکونو موټر بم برید کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي