ولسمشر محمد اشرف غني بادغیس ولایت ته ولاړ

4 اسد 1397 ساعت 9:22

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته ولاړ او ټاکل شوې چې د دغه ولایت له چارواکو ولسونو سره به مهمې غونډې ولري.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته ولاړ او ټاکل شوې چې د دغه ولایت له چارواکو ولسونو سره به مهمې غونډې ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غنی او ورسره پلاوی نن پنشنبې د زمري ۴ مه سهار بادغیس ولایت ته ورسېده او د سفر موخه یې هم په بېلا بېلو برخو کې د دغه ولایت جاج اخستل دي.

باید و ویل شي، چې پرون د بادغیس چارواکو هم ویلي و، چې د ولسمشر د ورتګ له پاره یې د جدي امنیتي تدابیرو تر څنګ مراسمو ته چمتوالی نیولی دی.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر تر دې وړاندې، پکتیا، ننګرهار، لغمان او ځینو نورو ولایتونو ته هم په دوه ورځنیو سفرونو تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106720

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com