۰

د افغانستان ژوغورنې له پاره ائتلاف خپل موجودیت اعلانوي

پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۳
ټاکل شوې د افغانستان د ژوغورنې له پاره ائتلاف چې د مهمو ګوندونو مشران او ځینې سیاسي څېرې په کې دي خپل شتون اعلان کړي.
د افغانستان ژوغورنې له پاره ائتلاف خپل موجودیت اعلانوي
ټاکل شوې د افغانستان د ژوغورنې له پاره ائتلاف چې د مهمو ګوندونو مشران او ځینې سیاسي څېرې په کې دي خپل شتون اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ائتلاف به نن پنشنبې د زمري ۴ مه کابل کې د خپل موجودیت اعلان وکړي.

په دغه ایتلاف کې د اسلامي حمعیت ګوند، د ملي جنبش ګوند او د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشران او ځینې نورې سیاسي څېرې شامل دي.

ټاکل شوې وه، دغه اتئلاف وړاندې خپل موجودیت اعلان کړي، خو د جنبش ګوند د مشر او د ولسمشر غني د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم نه شتون د دوی اعلان ځنډولی وو.

اوس چې ښاغلي دوستم پنځه شپې کېږي، چې له ترکیې راغلی دغه ائتلاف هم د خپل موجودیت د اعلانولو له پاره چمتوالی نیولی او ټاکل شوې نن اعلان شي.

د یاد ائتلاف مشرانو وړاندې ویلي، چې د دوی موخه په حکومت کې اصلاحات او د انحصار ګرایۍ مخنیوی دی، خو اوس داسې ښکاري، چې دغه ائتلاف د دې له پاره جوړ شوی، چې په رتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې له یوه قوي دریځه برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ود.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي