۰
عطا محمد نور:

حکومت او نړیواله ټولنه دې ځان کوڼ نه اچوي، موږ د سیاسي ګوندونو له غوښتنې سره سمې ټاکنې غواړو

پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۷
د افغانستان د ژغورنې له پاره د نوي ائتلاف د مشرتابه پلاوی غړی، د بلخ پخوانی وايي او د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور وايي، دوی د سیاسي ګوندونو له غوښتنې سره سمې ټاکنې غواړي او نړیواله ټولنه دې پرې ځان کوڼ نه اچوي.
حکومت او نړیواله ټولنه دې ځان کوڼ نه اچوي، موږ د سیاسي ګوندونو له غوښتنې سره سمې ټاکنې غواړو
د افغانستان د ژغورنې له پاره د نوي ائتلاف د مشرتابه پلاوی غړی، د بلخ پخوانی وايي او د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور وايي، دوی د سیاسي ګوندونو له غوښتنې سره سمې ټاکنې غواړي او نړیواله ټولنه دې پرې ځان کوڼ نه اچوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور چې نن پنشنبې د زمري ۴ مه یې کابل کې د دغه ائتلاف د موجودیت د اعلان په غونډه کې وینا کوله، پر افغان حکومت سختې نیوکې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې حکومت پر انحصار ګرایۍ، قومي تعصباتو ته په لمن وهلو، د امنیتي ځواکونو د مدیریت په ضعف، په راتلونکو ټاکنو کې په لاسوهنو، بې کارۍ، د سولې په برخه کې په ټګۍ برګی او نورو ګڼو ستونزو درلودلو تورن کړ.

ښاغلي نور و ویل، چې د ملي یووالي حکومت د ناکارۍ له امله، بې کاري، اقتصادي فقر، قومي تعصبات، قانون ماتونه او په تول کې افغانستان پر یوه خطرناک ګړنګ ولاړ دی، چې که یې مخنیوی ونه شي سختې ناخوالې به رامنځ ته شي.

د بلخ پخواني والي زیاته کړه، چې د ملي یووالي په حکومت کې څو د ګوتو په شمار کسانو هر څه په خپله ولکه کې اخیستي، قانون ته احترام نه کوي او په ټول کې یې هڅه دا ده، چې سیاسي ګوندونه، سیاسي او ملي څېرې څنډې ته کړي او میدان دوی ته خوشی شي.

نوموړی وايي، د حکومت همدا کړنې د دې سبب شوې، چې د ولس او حکومت تر منځ واټن ورځ تر بلې زیات، جګړې زور واخلي او ان په ځینو سیمو کې د خپلواکۍ غوښتل نارې او بیرغونه پورته شي او ملي ګټې په خطر کې ولوېږي.

عطامحمد نور پر حکومت غږ وکړو چې د سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو او ملي شخصیتونو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او له هر یوه سره په ځانګړې توګه د ستونزو پر حل خبرې اترې وکړي او د ملي اجماع او ملي یووالي له پاره زمینه برابره کړي.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې په تاکنو کې له درغلیو هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره سر له اوسه درغلي روانه ده، چې په هېڅ ډول سیاسي ګوندونو ته د منلو نه ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دوی له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه جدي غوښتنه لري، چې راتلونکې ټاکنې د سیاسي ګوندونو له وړاندیزونو او طرحې سره سم په شفاف او رڼه توګه زمینه برابره کړي.

ښاغلي نور و ویل«نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې زموږ او د افغان ولس غږ واوري، ځان دې کوڼ نه اچوي، موږ ټاکنې د سیاسي ګوندونو له طرحې سره سم غواړو، زموږ دغه غوښتنې ته جدي پام وکړۍ، دا وړاندیز له تېر یوه کال راهیسې موږ کړی که هغه وخت مو ورته پاملرنه کړې وایی، چې له صفر څخه مو پیل کړای وای هم اوس به مو یو سیستم درلود، د ملګرو ملتونو دفتر دې هم پلمې نه کوي، زه پرې غږ کوم چې خپل صداقت او بې طرفي تر سوال لاندې مه راولی زموږ غوښتنې ومنۍ.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې حکومت باید په دې برخه کې د سیاسي ګوندونو سره کېني تر څو په ګډه د ستونزو حل لاره پیدا شي او افغانستان له روانو ناخوالو راووځي.

هغه وايي، که حکومت او نړیواله ټولنه د سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو او په ټول کې د ولس ریښتینو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، نو دا په حقیقت کې حق غوښتلو او قانون نه پلي کولو ته د نه ویل دي.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس د خپلو خبرو په پای کې و ویل، چې د سیاسي ګوندونو دغه نوی ائتلاف هم د همدې له پاره دی، چې ملي یووالي ټینګ او افغانستان له روانو ناخوالو راووځي.

هغه زیاته کړه، چې د نوي ائتلاف سیاسي کرښې به تر څو وروځو وروسته اعلان او له ولس سره به شریکې کړای شي.

دغه راز ښاغلي نور و ویل، چې په دې اړه له نورو سیاسي ګوندونو لکه د حراست او ثبات ګوند او دغه راز د پخواني ولسمشر کرزي له ټیم سره هم خبرې روانې دي، تر څو د روانو ستونزو د حل له پاره په ګډه لاس په کار شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي