۰

جوزجان کې ۲۳ داعشیان پولیسو ته تسلیم شوي دي

پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې د داعش ۲۳ وسله وال سیمه ییز پولیسو ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.
جوزجان کې ۲۳ داعشیان پولیسو ته تسلیم شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې د داعش ۲۳ وسله وال سیمه ییز پولیسو ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د زمري ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه شمېر داعشیان د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې محلي پولیسو ته تسلیم شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو تسلیم شویو داعشیانو د ډلې مشري د محمد قاسم په نوم یو تن کولهو چې خپل ۱۰ میله کلاشنکوفونه، ۱۷ عدده شاجورونه، یو میل سل ډزې، دوه پایې آیکم مخابرې یې هم د درزاب ولسوالۍ د پيتو په کلي کې د شېرمحمد په نوم د سیمه ییزه پولیسو قوماندان ته سپارلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پوځي چارواکو په دغه ولایت کې د ۱۱ داعشیانو د تسلیمېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي