۰
محقق، د دوستم د راتګ د مخنیوي راز افشا کړ:

د امریکا، انګلیس سفیرانو، اروپايي ټولنې او ملګري ملتونه یې د راتګ خنډ وو

پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۵
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او د افغانستان د ژغورنې ایتلاف د مشرتابه غړي محمد محقق هېواد ته د جنرال عبدالرشید دوستم د راتګ د مخینوي له راز څخه پرده پورته کړه.
د امریکا، انګلیس سفیرانو، اروپايي ټولنې او ملګري ملتونه یې د راتګ خنډ وو
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او د افغانستان د ژغورنې ایتلاف د مشرتابه غړي محمد محقق هېواد ته د جنرال عبدالرشید دوستم د راتګ د مخینوي له راز څخه پرده پورته کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محقق چې نن پنشنبې د زمري ۴ مه یې کابل کې د افغانستان د ژغورنې له پاره د ائتلاف د موجودیت د اعلان په غونده کې وینا کوله و ویل، چې کابل کې د امریکا او انګلستان سفیرانو، اروپايي ټولنې او دغه راز ملګرو ملتونو افغانستان ته د جنرال دوستم د راتګ پر وړاندې خنډ وو او نه یې غوښتل، چې ښاغلي دوستم له ترکیې خپل هېواد ته راستون شي.

هغه و ویل«د لومړي مرستیال صیب د درملنې په موخه ترکیې ته تللی و، خو پرېمږدۍ چې واقعیتونه و وایم، د امریکاو انګلیس، اروپايي ټولنې او ملګرو متلونو استازو ټولو په دې اړه له ما سره خبرې کړې او راته ویل یې، چې افغانستان ته د لومړي مرستیال د راتګ له پاره هڅه مه کوه.»

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې دغه نوی ائتلاف د جوړښت په اړه و ویل، چې دغه ائتلاف د افغانستان د لوی ملت ائتلاف دی.

نوموړي پر د نړۍ والې ټولنې پر غړو هېوادونو غږ وکړ، چې له دغه اېتلاف څخه د وېره نه کوي، ځکه په وینا یې د دې ائتلاف د نظام د تخریب له پاره نه بلکې د هغه د تشو د ډکولو په موخه جوړ شوی دی.

محقق زیاته کړه، چې د دې ائتلاف موخه دا ده، چې سیاسي حزبونو ته اعتبار ورکړل او په هېواد کې دیموکراسي د همدې ګوندونو پر مټ تحکیم شي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال د ولسمشر غني هغه څرګندونو ته چې ویلي وو سیاسي ګوندونه څوک دی او دوی ته دا واک چا ورکړی، چې د ولس په برخلیک خبرې وکړي په نغوتې سره و ویل چې دا ډول څرګندونې د واقعیتونو خلاف دي، ځکه د ده په وینا دا هغه ګوندونه دي، چې کمونېزم یې مات کړ، نړۍ یې د هغو له شره خلاصه کړه، په تېرو ۱۷ کلونو کې یې زیاتې پیسې لګولې او په ټاکنو کې یې بدلون راوستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي