پوتین له ټرمپ نه غوښتي، چې مسکو ته ورشي

6 اسد 1397 ساعت 8:34

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې ده.


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون جمعه د زمري ۵ مه په جنوبي افریقا کې د برېکس تړون غړو هېوادونو د سر مشریزې پر مهال خبرو کې ویلي، چې د مسکو او واشنګټن تر منځ تلېفون اړیکې بسنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په همدې خاطر یې د امریکا ولسمشر ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې او دواړه لوري د نورو سرمشريزو لپاره چمتووالى لري.

د هغه په وینا باوري دی، چې ترمپ هم نور غونډو او کتنو ته لېوال دی او دی هم دغه ډول کتو ته چمتو دی تر څو د دواړو هېوادنو تر منځ مناسب شرایط رامنځ ته شي.

پوتین په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو ټینګار یې کړی، چې د امريکا متحد ايالتونه د G-20 په سرمشريزو او نورو نړيوالو غونډو کې د تماسونو ټينګولو پلانونه لري.

د هغه په باور اړتيا ده چې له امريکايي سيال سره وګوري، د ايران پر اټمي تړون او نړيوالو شخړو خبرې وکړي.

په ورته وخت سپینې مانۍ هم ویلي، ټرمپ چمتو دی، چې په واشنګټن کې له پوتین سره وګوري او که چېرې رسمي بلنه ورکړل شي، مسکو ته په تګ کې هم کومه ستونزه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 


د مطلب کود: 106763

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106763/

جمهور
  https://www.jomhornews.com