۰

کرزي د افغانستان د ژغورنې له ملي ائتلاف څخه ملاتړ اعلان کړ

شنبی ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۷
مخکني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ا به د افغانانو تر منځ ملي یووالي او حاکمیت لا ټینګ کړي.
کرزي د افغانستان د ژغورنې له ملي ائتلاف څخه ملاتړ اعلان کړ
مخکني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ا به د افغانانو تر منځ ملي یووالي او حاکمیت لا ټینګ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرزي له دفتره پرون جمعه د زمري ۵ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دی د دغه ملي اېتلاف چې په وینا یې د مختلفو سیاسي ګوندونو، ولسي شوراګانو، مدني تولنو او ولایتونو د استازو تر منځ شوی کلک ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ټول خلک به د دغه شان ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې د پردیو لاس وهنو او د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته د لمن وهلو مخه ونیسي.

دغه راز کرزي زیاته کړې، چې دا به د افغانانو ترمنځ ملي یووالی او ملي حاکمیت لا ټینګ، ولسواکي پیاوړې، د سولې د تامین او د شفافو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف د تېرې پنشنبې د زمري ۴ مه کابل کې خپل موجودیت اعلان کړ.

په دغه ائتلاف کې د ولسمشر لومړی مرستیال، جنرال دوستم، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د بلخ پخوانی والي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د جمعیت ګوند رییس صلاح الدین رباني، د جمعیت اجرائیه رییس او د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور، د نوې ملي جبهې رییس انورالحق احدي، د ملي محور مشر رحمت الله نبیل، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د کرزي د ټیم غړی زلمی رسول، د ولسي جرګې ځینې غړي او یو شمېر نورې سیاسي څېرې شاملې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي