نشنل انټرسټ: ښايي ټرمپ خپل سرتېري له افغانستانه وباسي

6 اسد 1397 ساعت 8:55

نشنل انټرسټ پخپله په یوه مطلب کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس ښايي په دې لټه کې وي، چې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.


نشنل انټرسټ پخپله په یوه مطلب کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس ښايي په دې لټه کې وي، چې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په مطب کې راغلي ټرمپ په افغانستان کې سخته جګړه وکړه خو د امریکايي چارواکو او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې د دې مانا ورکوي، چې ټرمپ غواړي له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.

د نشنل انټرسټ په باور د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې په دې مانا دي، چې طالبان په جګړه نه ماتېږي، بلکې د سیاسي مذاکراتو له لارې باید حل شي، او دا ښيي، چې ټرمپ غواړي افغان جګړه پای ته ورسوي او له دغه هېواد خپل سرتېري وباسي.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي، چې ټرمپ په لومړي سر کې هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له حضور سره مخالف و، خو د سلاکارانو په ټینګار اړ شو، چې دلته خپل سرتېري نور هم ډېر کړي.

ولې اوس ښايي دې پایلې ته رسېدلی وي، چې دلته روانه جګړه باید پای ته ورسوي او خپل سرتېري وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106767

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106767/

جمهور
  https://www.jomhornews.com