۰

کاپيسا کې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله وال وژل شوي دي

شنبی ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۵
په شمال کې د پوځ چارواکي په کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
کاپيسا کې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله وال وژل شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي په کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د زمري ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې اوښتې ده.

سرچینه وایي، افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د تګاب کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي، چې عملیات لا هم دوام لري او تر اوسه په کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهوخبري آژانس:کاپیسا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي