۰

د افغانانو له مشرۍ پرته د سولې خبرې مانا نه لري

شنبی ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۴
د سولې عالي شورا د امریکايي چارواکو او طالبانو تر منځ وروستیو خبرو ته په اشارې وايي، د افغانانو له مشرۍ پرته د سولې خبرې هېڅ مانا نه لري.
د افغانانو له مشرۍ پرته د سولې خبرې مانا نه لري
د سولې عالي شورا د امریکايي چارواکو او طالبانو تر منځ وروستیو خبرو ته په اشارې وايي، د افغانانو له مشرۍ پرته د سولې خبرې هېڅ مانا نه لري.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د افغان سولې په تړاو به د افغانانو له مشرۍ پرته هېڅ ډول خبرې اترې تر سره نه شي.

نوموړي تینګار وکړ، چې له طالبانو سره که د سولې خبرې کېږي هغه به د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ وي او له دې پرته هېڅ ډول مذاکرات مانا نه لري.

طاهري وایي، که کومې خبرې تر سره شوې هم وي او یا تر سره کېږي هغه په رسمیت نه پېژندل کېږي، بلکې دا خبرې ښايي د سولې له پاره د زمینې برابرولو خبرې و اوسي، چې د سولې عالي شورا ترې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او امریکا دواړو منلې، چې په دې وروستیو کې د سولې په تړاو خبرې اترې کړې او دغه مذاکرات ګټور هم وو.

که څه هم د امریکايي چارواکو او طالبانو د پټو لیدونو او خبرو اترو راپور څو ورځې وړاندې لوېدیځو رسنیو ورکړی وو، خو تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو یوه چارواکي د دغه خبرو پخلی کړی دی.

یو طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیس ویلز په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره مذاکرات کړي، چې په ډېره دوستانه فضا کې و او ګټور وو.

جمهورخبري آژنس: محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي