۰
پولیسو ته د کورنیو چارو وزیر خبردارۍ!

نور د مسافرو ځورول راته د منلو نه دي اصلاحات راولم

شنبی ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
د کورنیو چارو وزارت ټولو پولیسو ته خبردارۍ ورکړ، چې د پولیسو له خوا د مسافرینو ځورول په ځانګړي ډول په هوایي دګرونو کې نور ورته د منلو نه دي.
نور د مسافرو ځورول راته د منلو نه دي اصلاحات راولم
د کورنیو چارو وزارت ټولو پولیسو ته خبردارۍ ورکړ، چې د پولیسو له خوا د مسافرینو ځورول په ځانګړي ډول په هوایي دګرونو کې نور ورته د منلو نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویس احمد برمک چې نن شنبې د زمري ۶ مه یې کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د پولیسو د قوماندان د معرفۍ په مراسمو کې وینا کوله و ویل، چې په دغه هوايي، ډګر کې له مسافرو سره د پولیسو چلند د شرم وړ دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د پولیسو چلند له کورنیو او بهرنیو مسافرو سره مسلکي او ملي چلند نه دی.

ښاغلي برمک و ویل، د هوایي ډګر پولیس پر ځای د دې، چې له مسافرو هرکلی وکړي له هغوی بې ځایه پوښتنې کوي، چې څوک یې، چېرته تللی وې، هلته دې څه کول او داسې نورې پوښتنې.

هغه و ویل«د پولیسو دغه ډول چلند د شرم وړ دی، دا نور راته د منلو نه دی، هر چا که نور داسې چلند وکړ، جدي قانوني برخور به ورسره وکړم، خپله راځم او ورسره قانوني چلند کوم که تاسو بیا هر څه نوم پرې اېږدۍ، صحرايي محاکمه یې بولی او که بل څه، نور په پولیسو کې اصلاحات راولم او هېڅوک د دغه اصلاحاتو مخه نه شي نیولی.»
  
د کورنیو چارو وزیر پولیسو ته په تنګار سره سفارښتنه وکړه، چې له مسافرو سره ښه چلند وکړي او په وینا یې که کوم ځای کې شک ورته پیدا کېږي، نو په مسلکي او قانوني ډول دې له هغو سره چلند وکړي.

هغه دا هم ومنله، چې د کابل د هوايي ډګر ځینې مسؤولین د الکولي مشروباتو په قاچاق کې لاس خو په وینا یې نور دا ورته د منلو نه دی او هر څوک چې وي قانوني چلند به ورسره وکړي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي