۰
نیویارک ټایمز:

امریکا له افغان ځواکونو غوښتي، چې لرې پرتې سیمې پرېږدي

یکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۲
امریکايي لوړ پوړو چارواکو ویلي، د ولسمشر ټرمپ ادارې له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي، چې د افغانستان له لرې پرتو او کم نفوسه سیمو څخه راووځي.
امریکا له افغان ځواکونو غوښتي، چې لرې پرتې سیمې پرېږدي
امریکايي لوړ پوړو چارواکو ویلي، د ولسمشر ټرمپ ادارې له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي، چې د افغانستان له لرې پرتو او کم نفوسه سیمو څخه راووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبره نیویارک ټایمز ورځپانې د دریو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه کړي له قوله کړې او ویلي یې دي، چې دا د ډونالډ ټرمپ د ستراتېژۍ د پالیسۍ یوه برخه ده.

امریکايي چارواکو ورځپاڼې ته زیاته کړې، چې له دې کار څخه دوه موخې دي لومړی دا چې په هغه سیمو کې له ګواښه ډکې دي، د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه او تلفات راکم شي او بل به د امنیتي ځواکونو فکر د لویو او عمده ښارونو امنیت باندې راټول شي.

خو په ورته وخت کې نیویارک ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې ځینو افغان قوماندانانو د امریکا د دغه پالیسۍ مخالفت کړی دی.

د هغه په وینا افغان قوماندانو ځکه د دې کار مخالفت کړی، چې هغوی باور کوي، که له ځینو سیمو څخه شاتګ وکړي، نو د سیمې خلک به فکر وکړي، چې ګنې د دوی سره یې خیانت کړی دی.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب بیا نیویارک ټایمز ته د یوه ایمیل په کولو سره دا خبره رد کړې، چې ګنې افغان ځواکونو له لرې پرتو سیمو شاه تګ کوي او دغه سیمې طالبانو ته پرېږدي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغان حکومت غواړی لومړی د لویو او عمده ښارونو امنیت خوندي کړي او وروسته تر هغې لرې پرتو سیمو ته لاس ور اوږد او امنیت یې کابو کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي