۰

اندونیزیا کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۸
راپورنه وايي، د اندونیزیا په یوه سیاحتي سیمه کې سختې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اندونیزیا کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورنه وايي، د اندونیزیا په یوه سیاحتي سیمه کې سختې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې خلک په خوب ویده و، چې ۶،۴ درجې زلزلې تر ډېره د لومبوک سیاحتي جزیرې برخې ولړزولې.

اندونیزیايي پولیس وايي، د دغه زلزلې له امله درې تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو د اوښتو زیانونو کچه نه ده یاده کړې، خو وايي چې په سیمه کې اکثریت ودانۍ او کورونه زیانمن شوي دي.

د لومبوک دا جزیره مهمه سیاحتي سیمه ګڼل کېږي چې لسګونه خلک یې لیدلو ته ورځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي