۰

چین او هند د خپل منځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

یکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
د چین ولسمشر جین پینګ او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دواړو هېوادونو تر منځ د خپل منځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
چین او هند د خپل منځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی
د چین ولسمشر جین پینګ او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دواړو هېوادونو تر منځ د خپل منځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پینګ او ښاغلي مودي په جنوبي افریقا کې یو له بل سره لیدلي او په سیمه کې یې د سترو پروژو پر پلي کولو هم خبرې اترې کړې دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چین یو ښه ملګری بللی او ویلي یې دي دواړه لوري هڅې پیل کړې، چې اړیکې له سره جوړې او شته ستونزې له منځه یوسي.

د ښاعلي مودي په وینا په درېیو میاشتو کې ددواړو لورو ترمنځ درې ځله لیدنه دا ثابتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا ښې دي.

په ورته وخت د چین ولسمشر هم ویلي، چې له هند سره د سوداګرۍ، اقتصاد او ترانزیت په برخه کې د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې کوي.

باید و ویل شي، چې د چین ولسمشر او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د لومړي ځل لپاره درې میاشتې مخکې د اړیکو ښه کول پیل کړل.

په لومړنۍ لیدنه کې دواړو موافقه کړې وهو چې په افغانستان کې به د ثبات لپاره کار کوي او دلته به پر ځینو ګډو پروژو کار پيلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي