د سولې عالي شورا د امریکا او طالبانو له وروستیو لیدونو هرکلی کړی

7 اسد 1397 ساعت 10:43

د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ لیدنې څخه هر کلی کړی دی.


د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ لیدنې څخه هر کلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک ویلي دغه لیدنې د سولې د رسمي او مستقیمو خبرو د پیل لپاره ګټورې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د هغو همغږه او ګډو هڅو یوه برخه ده چې افغان حکومت او امریکا يې د افغانستان د سولې لپاره ترسره کوي.

د هغه په وینا طالبان په قطر کې دفتر لري، په افغان پاسپورټونو سفرونه کوي او د سولې په تړاو له نړیوالو ډیپلوماټانو سره غونډې کوي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هڅې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي او مستقیمو خبرو د پیل لپاره لاره هواره کړي.

باید و ویل شي، چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ لیدنې څو ورځې وړاندې په قطر کې تر سره شوې، چې په لومړي سر کې په رسمي ډول نه وې تاييد شوې.

خو دوه ورځې وړاندې امریکايي چارواکو او طالب استازو دغه لیدنې تاييد کړې او ویې ویل، چې دوی خبره په دوستانه فضا کې وې او ګټورې هم وې.

ویل کېږي په دې لیدنه کې د امریکايي چارواکو د پلاوي مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې آلیس ویلز کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106812

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106812/

جمهور
  https://www.jomhornews.com